په سرپل ولایت کې د ۳۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بررسي

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۱:۸
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت صیادو ولسوالۍ ته ولاړ او په دې ولسوالۍ کې د غصب شوي امارتي څړځای ۳۰ زره جریبه ځمکه بررسي کړه.

یاده شوې ځمکه د صیاد ولسوالۍ، پهلوان تاش ساحه کې موقعیت لري چې د اشخاصو او افرادو له خوا غصب شوې او تخنیکي هیئت د خپلې تېرې ورځې پریکړې پر بنسټ د ساحې د سیمه ییزو مسؤولینو په حضور کې یاده شوې ځمکه بررسي، کروکي او سکیچ کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS