په سرپل ولایت کې د ١٢٧٧ جریبه ځمکې تثبيت

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۰:۲۶
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ٨ نېټه د شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دیاد ولایت د بېلابېلو برخو د ځمکو د غصب اړوند دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.
دغه راز هیئت له ناستې څخه وروسته ټاکل شوو ساحو ته ولاړ او د صياد ولسوالۍ په شور سیمې ساحه کې  ١٢٧٦ جریبه، ١٨ بسوې او ١٨ بسواسې غصب شوې او د څړځای ځمکه تثبيت او تشخيص کړې.
هیئت د سرپل ولایت له سنګتودې ساحې څخه هم لیدنه وکړه او د مدعیانو سندونه يې په هغو ساحو کې چې سرپناه جوړه شوې وه، تطبیق کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS