په جوزجان ولایت کې د ۵۷۵ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۹
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۱۱ مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په شورجر افغانيه کلي کې د پنځه سوه پنځه څلوېښت (۵۴۵) جریبه ځمکې او د قرقين ولسوالۍ په جوی سرای کلي کې د دېرش (۳۰) جریبه ځمکو دوسیو په اړه بحث او خبرې وشوې.

تخنیکي هیئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې بشپړې شي او د هغو په هکله دې املاکي څېړنې ترسره شي.

همدارنګه، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS