په تېره یوه اوونۍ کې ۵ دارالوکالې د غير قانوني فعاليت له امله تړل شوي دي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۹
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۴۴ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونيول شوو چې په ترڅ کې یې ۵ دارالوکالې د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شوې.

همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۹
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د بدخشان والي سره وکتل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ بدخشان ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د عدليې وزارت په تېره یوه مياشت کې د ۱۷۲ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت کړی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال د قوس(ليندۍ) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د ۱۷۲ عریضه ليکونکو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په قوس (ليندۍ) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱۱ دفترونه. . .

BACK TO NEWS