په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۳۳
.

 په بلخ ولایت کې د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د ‌چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل. 
پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۹
Background image

د معاملاتو په آنلاین سېسټم کې څه ‌باندې ۳۲۰۰ د معاملاتو لارښوونې ثبت شوې دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې آنلاین سېسټم په معاملاتو کې د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کولو په موخه جوړ او فعاله کړی چې تر دې‌ دمه  په کابل ښار کې له ۳۲۰۰ څخه زیات د. . .

BACK TO NEWS