په بلخ ولایت کې د څه باندې ۱۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۳۱
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د شولګرې ولسوالۍ اړوند په خواجه سکندر او زره ونه غورچي کلیو کې د دولس اعشاریه نهه (۱۲.۹) جریبه ځمکو موضوعاتو په بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې ځمکې امارتي تشخيص شوې. 
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د څه باندې یو زرو څلور سوه پنځه اویا (۱۴۷۵) جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، مفتي احمد ضيا خبیب په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان د زرګرانو اتحادیې د مسؤولينو په ملتيا د بغلان، سمنګان، جوزجان، کندوز، فاریاب، بلخ، سرپل، بدخشان او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS