په بادغیس ولایت کې له يو شمېر عريضه ليکونکو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
.

 د بادغيس ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د میاشتې په ۹ مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ په قلعه نو ښار کې له یو شمېر عریضه ليکونکو څخه نظارت ترسره کړ.
نظارتي پلاوي چې په مشري یې د عدليې رئيس، مولوي عبدالرازق مرزوقي کوله د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو عریضه ليکونکو د فعاليت جوازونه او یو شمېر نور اسناد بررسي کړل.
پلاوي هغو عریضه ليکونکو ته چې په چارو کې یې ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې د هغو د لرې کولو او کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، په دې نظارت کې عریضه ليکونکو هم خپلې شته ستونزې شريکې کړې چې د حل په برخه کې د مسؤولينو له لورې د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS