په اووه ولایتونو کې ۲۹۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۵۵
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې  په ورځ ۲۹۲ تنو ته د هېواد په اووه  ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

په دغو برنامو کې چې د مرکز په ګډون لغمان، لوګر، هلمند، بادغیس، کاپیسا او بغلان  ولایتونو کې جوړې شوې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو د تربیې، د هېوادوالو حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وړاندې شو.

د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چی خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۵
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

BACK TO NEWS