په ارزګان ولایت کې د ۱۱۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۱:۱
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۸ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د چوري ولسوالۍ د کوتل د کاریز ساحې ته سفر وکړ او د ساحې په لیدنې او بررسۍ سره یې، کابو ۱۱ زره جریبه امارتي ځمکه په دغې ساحې کې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې، ۵۲۱ جریبه ځمکه چې ځايي خلکو د هغې د مالیې ورکونې سندونه درلودل، جلا کړه او کابو ۱۱ زره جریبه نوره امارتي ځمکه یې تثبیت او تشخیص کړه. ټاکل شوې ده یاده ځمکه د کرنې ریاست ته وسپارل شي.

دغه راز یاد هیئت د یادې ولسوالۍ د کوتل د کاریز په شمال کې د خلیلي کاریز په ساحې کې زرګونه جریبه نوره ځمکه بررسۍ لاندې ونیوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۳۱
Background image

د ننګرهار خیریه بنسټونو د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړې

 د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته چې ډېر تلفات او زیانونه یې اړولي، په ننګرهار ولایت کې ۸ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په همغږۍ د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکي محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د یوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

BACK TO NEWS