پروان ولایت کې څه دپاسه ۹۶ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د بګرام ولسوالۍ د خم کلان دوه یمې برخې اړوند قورخچي ساحې ته ولاړ او عملي اقدامات یې ترسره کړل.
یاد شوي هیئت، په ۱۸۲۵ کادسترې ټوټې د ۴۷ غاصبینو کورونه او کرنیزې ځمکې بررسي کړي او د دغې ټوټې پولې یې مشخصې کړې. د دغې بررسۍپه پایله کې ۹۶.۳۴۶ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.
تخنیکي هیئت د یادو شویو غاصبینو جدول هم د دغې ساحې د تصفیې په منظور جوړ او بشپړ کړ.