پروان ولایت کې څه دپاسه ۱۶۹۰۰ جریبه د عامه څړځای ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۴:۵۸
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۶ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د بګرام ولسوالۍ باریک آب ساحې ته ولاړ او د کادستر ۷۱۱ او ۷۱۲ ټوټې ولیدلې او بررسي کړې.

د یادې بررسۍ په پایله کې دغه هیئت د عامه څړځای ۱۶ زره او ۹۳۳.۳۵ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړه او د هغې له متصرفینو څخه د یادې ځمکې د ملکیت د سندونو، ډول، کیفیت، بیې او د ذوالیدي مودې په تړاو معلوماتو وغوښتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS