پروان ولایت کي څه باندې ۶۸ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۱:۳۲

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د بګرام ولسوالۍ د خم کلان دوه یمې برخې اړوند قورخچي او خاناقا ساحو ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات یې ترسره کړل.

یاد شوي هیئت پر ۱۸۵۲ کادستري قطعې د غاصبینو کورونه او کرنیزې ځمکې بررسي کړې او د دغې قطعې پولې یې مشخصې کړې. د دغې بررسۍ په پایله کې ۶۸.۲۳ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.

دغه راز دغه هیئت د یادو غاصبینو جدول هم د دغې ساحې د تصفیې په منظور جوړ او بشپړ کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS