نږدې ۱۰۰ زره جریبه ځمکه څلورو ولایتونوکې امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۲

د کندهار، تخار، فراه او پروان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې د یادو ولایتونو په ځینو سیمو کې نږدې ۹۹۳۵۱.۹۵ جریبه ځمکه دغو ولایتونو کې امارتي تثبیت کړه.

د کندهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت تخته پل ولسوالۍ ته ولاړ او له ځینو سیمو څخه یې دغې ولسوالۍ کې لیدنه وکړه.

یاد هیئت د ولسوال له مرستیال او د عبدالله خیل و سلیمان خیل قومونو له مشرانو سره چې پر امارتي ځمکې د هغو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوې، لیدنه وکړه او د هغوی نظرونه یې واوریدل.

دغه راز یاد هیئت له سیمې څخه لیدنه وکړه او یاده ځمکه چې ۱۴۲۱۷.۹۸ جریبه کیږي، امارتي تثبیت کړه. دوو قومونو دغې سیمه کې کورونه کروندې او سرپناه جوړې کړي. د دواړو قومونو مشرانو ومنل؛ داسې سندونه چې څرګنده کړي چې ځمکه اسلامي امارت یا مخکني دولت کې ثبت ده، له هغوی سره شتون نه لري.

.

په همدې حال کې، د تخار ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بهارک ولسوالۍ فراه جر، قروق للمي او قرقلماق کلیو ته ولاړ او یادې سیمې یې تر بررسۍ لاندې ونیولې. د یاې بررسۍ پایله کې د اشخاصو لخوا غصب شوې ۸۹۹۰ جریبه للمي ځمکه امارتي تشخیص او تثبیت کړه.

پر دې سربېره، د فراه ولایت تخنیکي هیئت د فراه مرکز غلامان او کوه تکه سیمو ته ولاړ او دغو سیمو کې ۷۵۰۰۰ جریبه ځمکه چې کرنیزې او غیرکرنیزې ځمکې پکې شاملې دي، امارتي تثبیت کړې.

یاده هیئت ځايي اشخاصو ته لارښوونه وکړه چې دغو سیمو کې له غیرقانوني تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت هم د بګرام ولسوالۍ د بخشي خیل، موسی زي او خانقا له کلیو څخه لیدنه وکړه.

هیئت ١٤٠٧، ١٨١٧ ،١٨٢٣ او ١٨٢٦ قطعې چې د کادستر په سندونو کې دولتي ثبت دي، بررسي کړل. یادې ځمکې نږدې ۱۱۴۳.۹۷ جریبه دي، تثبیت شوې او د هغې اربعه حدود او جي پي اس ټکي واخیستل شول. دغو سیمو کې د یادو کلیو خلکو او د پروان ولایت نورو اوسیدونکو کورونه او کروندې جوړې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS