ننګرهار ولایت کې ۹۱۸۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۲ - ۱۵:۱۳
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت ددغه ولایت سرخرود ولسوالۍ ته سفر وکړ او یوه اندازه امارتي ځمکه يې ددغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې تثبت او تشخیص کړه.

یاد هیئت سرخرود ولسوالۍ کې نږدي ۹۱۸۱ جریبه ځمکه فتح آباد او خیر آباد کلیو کې امارتي تثبیت کړې. له یادې ځمکې څخه ۶۴۰۰ جریبه په فتح آباد کلي او پاتې ۲۷۸۱ جریبه ځمکه خیر آباد کلي کې ده. دغې ځمکو کې پخپلسر ښارګوټي جوړ شوي او په غیرقانوني ډول پر خلکو پلورل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت رییس ټینګار وکړ چې غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منګولو څخه آزاده او غاصبین به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

په همدې حال کې، د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د مخکنۍ غونډې د فعالیتونو او د آبدره سیمې په اړه معلومات چې هیئت وړاندې له دغې سیمې څخه لیدنه کړې وه، بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې هیئت د سید آباد ولسوالۍ سیسی دښتې (د معلمینو ښارګوټي) له مدعی بها ځمکې څخه د هغې د تثبیت او تشخیص په منظور لیدنه وکړي.

.

پر دې سربېره، د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د مخکنۍ غونډې مصوبې بیا وکتل شوې او پریکړه وشوه چې د ښوونې اړوند ۴۰ جریبه ځمکې ملکیت دوسیې په اړه له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه غوښتل چې څیړنې يې بشپړې شوي دي. دغه راز پریکړه وشوه چې له محکمو څخه د اشخاصو لخوا وړاندې شوي سندونو د محفوظ ثبت په اړه معلومات وغوښتل شي.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د چو، ګرګ کشته او سل بستري روغتون شا ته درېو قطعو ځمکو په اړه لا زیاتې څېړنې ترسره شي د ښاروالۍ د ماسټر پلان سیمه باید په دقیق ډول کوردینات شي ترڅو د سیمې رښتینی مساحت مشخص شي.

دغه راز یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې یو قطعه ځمکه چې ددغه ولایت مرکز په ۱ ناحیې د رمکک کلي کې د اشخاصو لخوا تصرف شوې ده، تر بررسۍ لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS