نشست هماهنگی میان ریاست عدلیه و وکلای مدافع ولایت پروان برگزار شد

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۴۹
.

د پروان ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۴ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي حیات الله امين په مشرۍ او د یاد رياست د حقوقي مرستو آمر او د یاد ولایت د یو شمېر مدافع وکیلانو په ګډون سره د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د پروان ولایت عدلیې رئیس د یاد ریاست د مدافع وکیلانو د آمریت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همداراز په دې ناسته کې د یاد رياست د حقوقي مرستو آمر له لورې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مطابق هغوی ته لازمې توصیې او لارښوونې وشوې.

د پروان ولایت مدافع وکیلانو هم په دې ناسته کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې رئیس په دې برخه کې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS