غزني او کندز ولایتونو کې څه دپاسه ۲۳۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۵:۱
.

د غزني او کندز ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو یادو ولایتونو کې د ځینو برخو په لیدنې او بررسۍ سره شاوخوا ۲۳۵۳۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د غزني ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز کې د ځینو ساحو په لیدلو او بررسۍ سره ۱۹۰۳۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. یاده ځمکه د ۳۶ کادستري قطعې اړوند ده چې د غزنې ولایت د مرکز او ددغه ولایت د واغظ ولسوالۍ ترمنځ موقعیت لري.

.

ددغې ځمکې په تثبیت سره یاد ولایت کې د تثبیت شوو امارتي ځمکو مجموعه، ۸۰۳۹۷ جریبه ځمکې ته رسیږي چې د تخنیکي هیئت په هڅو سره یې له غصب څخه مخنیوی شوی دی.

په همدې حال کې د کندز ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو خلکو سره يې وکتل. یادشوې هیئت هغوی ته د شریعت له نظره د غصب، د امیرالمومنین حفظه الله فرمان او د ځمکې د غصب د مخنیوي د مقررې په اړه، معلومات وړاندې کړل.

.

ځايي خلکو خپلې ستونزې له تخنیکي هیئت سره شریکې کړې او د هیئت د همکارۍ غوښتنونکي شول. دغه راز هغوی ژمنه وکړه چې له هیئت سره به همکارۍ وکړي.

یاد شوي هیئت د دشت ارچي ولسوالۍ د داويانو او صوفيانو کلیو له غصب شوو ساحو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه او کابو ۴۵۰۰ جریبه ځمکه يې دغو کلیو کې امارتي تثبیت کړه.

.

هیئت پر دغو ځمکو جوړ شوي دیوالونه ویجاړ کړل او پر ځايي خلکو یې ټینګار وکړ چې د کمېسیون تر پریکړې پورې دغو ساحو کې د دیوالونو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS