د یو کال په ترڅ کې د ټولنو، د خیریه بنسټونو، د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د جوازونو صادرولو له درک څخه څه باندې د ۲۴ میلیونو افغانیو عواید راټولیدل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال په ترڅ کې د ټولنو، د خیریه بنسټونو، د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو دفترونو د جوازونو د تمدید او صادرولو له درک څخه ۲۴ میلیونه، ۱۳۷ زره او ۱۹۵ افغانۍ عواید راټول کړي او د اسلامي امارت خزانۍ ته یې تحویلې کړي دي.
یاد ریاست د دغه کال په لړ کې، ۸۲۳ تنو غوښتونکو ته د معاملو د لارښوونې د فعالیت نوی جواز صادر کړی او د ۵۴۱ تنو نورو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي او ۱۰۷۰ قطعې دوراني فورمې یې هم ویشلي دي.
دغه راز یاد ریاست په همدې کال کې، د معاملو د لارښوونې ۲۰۷ جوازونه لغو کړي او ۱۷۰ د جواز د فسخ غوښتنلیکوونه یې اجرا کړي دي او په همدې توګه یې ۶۱۰۰ پاڼې سټې د بیلانس او راپور له مخې اخېستلي دي.
په همدې توګه یاد شوي ریاست ۳۰۰۰ ټوکه سټې مهر او نښاني کړي او د معاملو د لارښوونې له ۲۳۰۰ دفترونو څخه یې نظارت او بررسي کړې چې پایله کې یې ۱۰۲۰ پاڼې جعلي سټې ترلاسه شوي او د معاملې د لارښوونې ۴۵۴ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو په دلیل د یاد ریاست لخوا تړل شوي دي.
د انسجام لوی ریاست ۳۱۵ تنو غوښتونکو ته د عریضې لیکنۍ د فعالیت نوی جواز صادر کړی او د ۲۳۵ نور جوازونه یې تمدید کړي او ۴۰۰ قطعې دوراني فورمې یې ویشلې دي. دغه ریاست د ۴۹۳ عریضه لیکوونکو د فعالیت له بهیر څخه نظارت او بررسي ترسره کړې او د هغو ۴۵ تنو فعالیت يې د غیرقانوني فعالیت په دلیل درولی دی.
دغه ریاست، د خیریه بنسټ ۹۵ جوازلیکوونه او د ۷۱ ټولنو نوي جوازلیکوونه یې صادر کړي او د ټولنو ۵ جوازلیکوونه او د خیریه بنسټ ۱ جواز یې تمدید کړی دی. یاد ریاست د خیریه بنسټونو او د ټولنو ۱۴ جوازلکیوونه د سرغړونې او یا د هغو د لوی مجمع د پریکړې پر اساس لغو کړي، او ۱۵۰ دفترونو څخه یې لیدنه کړې او د ۲۵۰ دفترونو له کاري بهیر څخه یې نظارت ترسره کړی دی.
په همدې توګه یاد ریاست د دغه کال په ترڅ کې په اړوندو برخو کې د مراجعینو ۲۵۶ عریضو ته رسیدګي کړې او ۲۰۰۰ دوسیې چې تېر حکومت کې له پړاونو څخه تېرې شوې وې، بررسي کړي دي.
