د کنړ ولایت عدلیې ریاست ددغه ولایت د علماو له شورا سره د پېژندګلوۍ ناسته جوړه کړه

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۰:۱۰

د کنړ ولایت عدلیې ریاست د پېژندګلوۍ ناسته ددغه ولایت د علماو له شورا سره د شعبان میاشت په ۲۵ نېټه د شنبې په ورځ د عدليې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په د غې ناسته کې د کنړ د عدليې رئیس مفتي عبدالستار حماس، ددغه ولایت د علماو د شورا رئیس شیخ الحدیث عبدالقهار صدیقي، د عدليې ریاست کارکوونکو او د کنړ د علماو د شورا غړو حضور درلود د پېژندګلوۍ ترڅنګ د ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه مفصل بحث وشو.

په یاده ناسته کې په دې اړه چې د علماو شورا د اعتبار وړ یو مرجع ده چې د هیواد په مهمو چارو کې ونډه لري او د ادارو ترمنځ د همغږۍ له پاره هڅه کوي هم بحث وشو.

د کنړ ولایت د عدليې رئیس د علماو د شورا جوړیدل نیک اقدام وباله او ددغې شورا له هڅو یې قدرداني وکړه او هم د شورا د سالمو مشورو غوښتونکی شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS