د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امارت د قاضایاوو عمومي ریاست اړوند (د مسلکي غړو) درېیمې رتبې (۶) بستونه له ۱۴۴۸/۱/۱۹ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۲۹هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۴/۱۴ تر ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: مسلکي غړي 
بست: (۳)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د امارت د قضایاوو عمومي ریاست

د بست موقعیت:  کابل

د بست شمېر: ۶

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نهوي.

تحصیلي سویه:

لږ تر لږه د شرعیاتو، حقوقو په یوې څانګه کې او یا په دې معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو د لیسانس سند درلودل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تأیید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې د لارښوونې او کنټرول وړتیا.
  • د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، تحصیلي اسناد، کاري تجربه او د تابعیت تذکره) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies