د کابل ښار په څلورمې او لسمې ناحیو کې له ۲۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د کابل ښار په څلورمې او لسمې ناحیو کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د صفرالمظفر د میاشتې په (۲۹ او ۳۰ مه نېټه) د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۲۱ دارالوکالې د پلاوي له‌خوا نظارت شوې.

یاد پلاوې په دغو دارالوکالو کې یو لړ نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د هغو د لرې کولو په موخه یې متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

دغه راز پلاوي د یادو ناحیو د مدافع وکیلانو ستونزې او مستندې ننګونې واروېدې او د هغو د حل په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په دوهمه ناحیه او درېيمه ناحیه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS