د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو د فعالیتونو بررسي او نظارت

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۰:۵۷
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست نظارتي هیئت د یاد ریاست د لوی رئیس مولوي عبدالصمد عمري په مشرۍ د ربیع الاول د میاشتې په ۱۳ نېټې د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو له فعالیتونو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

یاد هیئت د کابل ښار په دهمزنګ ساحې کې د یو شمېر عریضه لیکونکو د غیرقانوني فعالیت له امله د یو شمېر عریضه لیکونکو او موټر پلورونکو د شکایت په اساس، په دغې ساحې کې د ۲۰۰ عریضه لیکونکو د فعالیت له څرنګوالي څخه بررسي او نظارت ترسره کړ.

د بررسۍ په ترڅ کې مشخصه شوه چې د دغې ساحې یوازې ۳۰ سلنه عریضه لیکونکي رسمي جواز لري او د هغو پاتې ۷۰ سلنه نور له رسمي جواز څخه پرته په غیر قانوني ډول فعالیت ترسره کاوه او دغه راز له یو شمېر عریضه لیکونکو څخه د موټر پلورلو سټې هم ترلاسه شوې.

یاد هیئت په دغې ساحې کې د غیرقانوني عریضه لیکونکو دفترونه وتړل او مهرلاک کړل او د هغو متصدیانو ته لارښوونه وشوه چې له غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي او د رسمي جواز اخیستلو په موخه د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست ته مراجعه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۴۱
Background image

په سرپل ولایت کې د څه باندې ۱۵ جریبه امارتي ځمکې تثبیت کېدل

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۰:۰
Background image

د کابل ښار په دوه‌یمه ناحیه کې له ۹ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوه‌یمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د جمادي الثاني د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۹:۴۳
Background image

په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۴۰ زره جريبه ځمکې بررسي

د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۱ نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د دغه ولایت د. . .

BACK TO NEWS