د کابل ښار د اوومې ناحيې په ریاست کې د همغږۍ او حقوقي پوهاوي ورکولو ناسته جوړول

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۳:۱۵
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمری کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د ۷ ناحیې په ریاست کې د همغږۍ او د حقوقي پوهاوي وړاندې کولو ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د کابل ښار د اوومې ناحیې رئیس، مرستیالانو او د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو برخه اخیستې وه.

په یادې ناسته کې، د حقوقي مساعدتونو رئیس د حقوقي مساعدتونو او د حقوقي عامه پوهاوي او د ټولنې حقوقي ننګونو د لري کولو په برخه کې د هغو د اهمیت په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې د افغانستان ملت زیات کمزوری او بې وزله دی او باید له هغوی سره مرستې او حقوقي مساعدت ترسره شي او دا د اسلامي امارت د مکلفیتونو له جملې څخه ده.

نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت مصمم دی ترڅو د حقوقي مساعدتونو وړاندې کولو او د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامو جوړولو له لارې ګران ولس لپاره غوره خدمات وړاندې کړي او په همدې منظور یې له بېلابېلو ادارو سره ګڼ شمېر غونډې ترسره کړي او د دغو برنامو د تطبیق څرنګوالي او د ګذر د وکیلانو له لارې عام ولس ته د پیغام رسولو په اړه همغږي ترسره شي.

وروسته د یادې ناستې ګډونوالو ته د اسلامي شریعت له نظره د مخدره توکو او د هغو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړل شو او دغه راز د یادې ناحیې د ګذر د ټولو وکیلانو په استازیتوب د ګذر د وکیلانو یو تن د دغه راز برنامو جوړول وستایل او هغه یې خلکو لپاره یوه ستره معنوي مرسته وبلله.

په پای کې د یادې ناستې د برخه اخیستونکو پوښتنو او وړاندیزونه ته د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو د رئیس له لوري ځواب وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS