د کابل  ښار په څلورمې او پنځمې ناحيو کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۴۴

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست نظارتي پلاوي د جمادي الاول میاشتې په ۱۹ نېټې د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمې او پنځمې ناحيو کې له ۱۰ دارالوکالو څخه بررسي او نظارت ترسره کړ او د هغو متصدیانو ته یې لازمې توصیې وکړې.

یاد پلاوي د بررسۍ په ترڅ کې ۳ دارالوکالې چې د هغو د فعالیت ناحیې د هغو له جوازلیکونو سره مطابقت نه درلود او په جوازونو کې د درج شوې ناحیې په خلاف یې فعالیت درلود وپېژندل.

پلاوي د یادو شویو دارالوکالو د وکالت مهرونه قید کړل او د هغو متصدیانو ته يې توصیه وکړه ترڅو د مدافع وکیلانو ریاست ته حاضر شي او د خپلو جوازلیکونو مطابق د خپل فعالیت ځایونو ته تغییر ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS