د ښار ګوټو، دمعاملو د لارښوونو د دفترونو او موټر پلورنځیو د سندونو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۱۴:۴۷

د ښارګوټو، معاملو د لارښوونو د دفترونو او د موټر پلورنځیو ټولو مسؤولانو ته خبر ورکول کېږي چې د ښارګوټو، معاملو د لارښوونو د دفترونو او د موټر پلورنځیو د سندونو د راټولولو او بررسۍ لپاره د عدلیې وزارت غځول شوی مهلت سبا (یکشنبه د لړم په ۳۰ نېټه) پای ته رسېږي.

پر دې اساس د دې اصنافو له ټولو مالکانو او مسؤولانو څخه غوښتنه کېږي ترڅو ورڅخه غوښتل شوي سندونه د یکشنبې ورځې تر پایه پورې د عدلیې وزارت او نورو اړوندو ادارو په اختیار کې ورکړي تر څو تر بررسۍ لاندې ونیول شي. هغه افراد او اشخاص چې په دې چاره کې تعلل کوي بیا د شکایت حق نلري. همدارنګه د معاملو هغه دفترونه چې د هغو د فعالیت د جواز نېټه پای ته رسېدلې او یا په غیر قانوني ډول فعالیت کوي د یکشنبې تر پایه پورې له خپل شته سندونو سره د عدلیې وزارت ته مراجعه وکړي.

همدارنګه په کابل کې د معاملو د لارښوونو له ټولو دفترونو څخه غوښتنه کېږي چې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱ نېټې له دوشنبې ورځې د سهار له ۸ بجو څخه د ورځې تر پایه پورې خپل دفترونه پرانیستې وساتي ترڅو د عدلیې وزارت مؤظف هیئت د دغو دفترونو له فعالیتونو څخه څارنه وکړي. د معاملو د لارښوونو هغه دفترونه چې د مؤظف هیئت د حضور په وخت کې تړلې وي، د عدلیې وزارت له لوري د هغو د بندېدو او د فعالیت د جواز د سلبولو په صورت کې د شکایت حق نلري.

  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS