د څلورو مقررو طرحې د کابینې له لوري په پرنسیب کې تصویب شوې

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۴۵
.

د هېواد دعدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د کابینې په هغې غونډه کې چې د زمرې په ۲۸ نېټه، د شنبې په ورځ د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د ۵ مقررو طرحې غونډې ته وړاندې کړې چې له دې جملې څخه، ۴ طرحې په پرنسیب کې تصویب شوې.

د هېواد د عدليې وزیر په دې غونډه کې د لېسانس د دورې د زده کړې، د لوړو زده کړو وزارت د دندو تنظیم د مقررې، لوړتناژ باروړونکو واسطو د وزن او اړخونو د کنترول د مقررې، د الف ردیف د مامورینو د استخدام او د ذاتي چارو د تنظیم د مقررې او دښاروالیو د ملکیتونو د اجارې د مقررې طرحې غونډې ته وړاندې کړې چې ۴ لومړي مواردو د کابینې له لوري په پرنسیپ کې تآئید شول.

.

دغه راز په دې غونډه کې د عدليې وزارت مؤظف شو چې (د ښاروالیو د مکلفیتونو د اجارې د مقررې) طرحه د جمهوري ریاست د چارو او د ادارې د لوی ریاست د سرپرست ترنظر لاندې د اړوندو بنسټونو په ګډون په یوه کمېته کې بیا وڅیړي او هغه دې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

د عدليې او د لوړو زده کړو وزارتونه په دې غونډه کې د دغه راز مؤظف شول چې د لېسانس د دورې د زده کړې د مقررې او د لوړو زده کړو وزارت دندو د تنظیم د مقررې طرحې د کابینې په غونډه کې د طرحه شوو نظریو سره په مطابقت کې تصحیح او هغه وروستۍ کړي.

ډاکتر عبدالبصیر انور په دې غونډه کې د لوړ نتاژ باروړونکو واسطو د وزن او اړخونو د کنترول د مقررې طرحه هم وړاندې کړه او کابینې هغه پرانسیپ کې تصویب کړه. د عدليې وزارت مؤظف شو چې د طرحه دې د کابینې د غړو له اصلاحي نظریو سره سم یوځل بیا د قوانینو د کمېتې په غونډه کې ترغور لاندې ونیسي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د رئیس له ملاحظې وروسته يې هغه وروستۍ کړي.

.

د الف ردیف د مامورینو د استخدام او د ذاتي چارو د تنظیم د مقررې طرحه هم په دې غونډه کې د عدليې وزیر له لوري وړاندې شول او د کابینې دغه طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه.

په دې برخه کې دغه راز د عدليې وزارت مؤظف شو چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ طرحه دې د وزارتونو د وزیرانو او معینانو د نظریو له اخیستلو وروسته، د غونډې د یادونو په پام کې نیولو سره تصحیح او د تصمیم نیونې وروسته دې د جمهوري ریاست د عالي مقام تر نظر لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې، هغه وروستۍ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل د امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په کتنه کې د عدلیې وزیر له امیر څخه پر اطاعت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د محرم د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د څلورو زونونو له مسؤولینو سره د یاد وزارت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS