د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۵۶
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکي محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د یوې ناستې په ترڅ کې په هلمند او لوګر ولایتونو کې د نږدې ۱۳ زره او ۵۰۰ جریبو ځمکو موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول او په هکله یې لازمې پرېکړې وکړې.

په دې ناسته کې چې د ربیع الاول د میاشتې په ۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، محترم مولوي محمد حماد د سترې محکمې استازي، د کرنې وزارت د اراضۍ رئیس محترم مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په پنجاب قلعې ساحه کې د معلمینو د ښارګوټي ۱۴۰۰ جریبه ځمکې، د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په آبجوش کلي کې د څه باندې ۱۲ زرو ۴۴ جریبه ځمکې موضوعات، د کمېسیون او اختصاصي محکمې د پرېکړو د تطبیق طرزالعمل او یو شمېر نور مهم موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول.

د کمېسیون رهبرۍ په هلمند ولایت کې د ۱۴۰۰ جریبه ځمکې په تړاو د امارتي توب پرېکړه وکړه او د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په آبجوش کلي کې د څه باندې ۱۲ زره جریبه ځمکې د دوسیې په هکله یې پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې زیاته برخه امارتي ده او ځینې برخې یې عامه تاسیساتو لپاره هم سروې شوي چې دا برخې دې اړوندو امارتي ادارو ته تسلیم کړل شي او امارتي ځمکې یې د ځمکو په بانک کې ثبت شي.

همداراز په دې ناسته کې د کمېسیون اړوند نورو موضوعاتو په اړه لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS