د ځمکو د غصب د مخنیوي هیئتونو ناسته په درېو ولایتونو کې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۱:۱۸

د کاپیسا، کنړ او سرپل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت هیئتونو ناسته د والي، د والي د مرستیال، د کرنې رییسانو، د عدلیې رییسانو، د یادو ولایتونو د سیمه ییزو ادارو رییسانو او مسوولینو او د یادو هیئتونو د نورو غړو په حضور سره جوړې شوې.

.

په دغو ناستو کې چې د یادو ولایتونو په مقر کې جوړې شوي، د یادو ولایتونو والیانو او د هغوی مرستیالانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې په اړه د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان هرکلی وکړ او ملکي، نظامي او تخنیکي هیئتونو ته یې لارښوونه وکړه چې په خپلو کارونو کې د یادې مقررې تطبیق ته لومړیتوب ورکړي.

1

د کاپیسا او کنړ په ولایتونو کې د حج او اوقافو رییسانو ته دنده ورکړل شوه چې د علماوو له پاره ددغې اوونۍ په جمعې لمانځه کې د عامه شتمنیو د مخنیوي موضوعات وټاکل شي ترڅو خلکو ته په دغې برخه کې پوهاوی ورکړل شي.

دغه راز په کنړ ولایت کې ددغه ولایت کادستر مسوول ته لارښوونه وشوه چې د امارتي ځمکو شمېر راټول کړي او یاد هیئت ته يې وړاندې کړي ترڅو په دغې برخه کې اجراات ترسره شي.

..

په یادو ناستو کې له یادو هیئتونو سره د هغو والیانو او مرستیالانو د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دغو ناستو کې د چارو د ښه سرته رسولو په منظور له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د غونډو جوړولو څرانګوالي، ددغې موضوع په اړه د جوماتونو له لارې د پوهاوي ورکوونې او د نورو برخو په اړه یو لړ پریکړې او تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

پکتیکا ولایت کې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه امارتي، تشخیص شوه

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ښرنې ښار کې د تاروخیلو  قوم له ځمکو او د ډب غاړي ځمکو څخه لیدنه وکړه او د ډب غاړې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه چې د ځیني اشخاصو له لوري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

د بلخ ولایت د استیناف محکمې له رییس سره ددغه ولایت د عدلیې رییس کتنه

د بلخ ولایت د عدليې رییس مولوي امرالله مصلح د جمادي الاول میاشت په ۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت د استیناف محکمې له رییس مولوي محمد یوسف ابوالوفاء سره د استیناف محکمې د ریاست په. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ جریبه غصب شوې ځمکې په اړه بررسي پیلېږي

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د پروان، کابل، پنجشیر او پکتیکا ولایتونو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونوخپل ناستې جوړې کړې.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت پریکړه. . .

BACK TO NEWS