د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۱:۲۰
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲۶ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د چارو د ادارې رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې د دارلانشاء رئیس مفتي عبدالرشید سعید او د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت رئيس او غړو او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې، په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو له خوا د ودانیزو کارونو بندیدلو په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د تخنیکي هیئتونو کارونه چټک شي. په همدې توګه خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د غړو د سفر په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو.

په دغې ناسته کې، د نوي کابل د کارونو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او د کار مسؤلیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته وسپارل شو او دغه راز د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د احمد شاهي مینې د پراختیایې پلان په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه، دا چې د ولایتونو د تخنیکي هیئتونو مسؤلیت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد دی نو ځکه د یاد شوي پراختیايې پلان پلي کول د اړوندو ادارو مسؤلیت دی.

په همدې توګه په یاده ناسته کې د فراه ولایت په جوین ولسوالۍ کې په ۶۵۲۶۵ جریبه ټولټال مساحت سره د درې ټوټې ځمکې په اړه بحث او پریکړه وشوه چې له هغو څخه دوه ټوټې امارتي دي او ستونزه یې حل ده خو له هغې څخه په ۲۰۰۰۰ جریبه مساحت سره د یوې ټوټې دوسیه ځانګړې محکمې ته واستول شي ترڅو په دغې برخه کې شرعي پریکړه صادر کړي او لازم تصمیم ونیسي.

د میدان وردک ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱ جریبه وقفي ځمکې په اړه هم پریکړه وشوه چې مدعی شخص خپله دعوا له حج او اوقافو ریاست سره د هغې له قانوني لارې تعقیب کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS