د پکتیکا ولایت له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۲:۵۷
.

د پکتیکا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت بېلابېلو ساحو ته ولاړ او د دعوا لاندې ساحو د حدوداتو او د سندونو د تطبیق په برخه کې اجراآت ترسره کړل.

هیئت د ۱۰۰ قطعې په نوم پر یوې ټوټې ځمکې د ښاروالۍ او عمران خیل او ایمنی قومونو د سندونو تطبیق په منظور ساحې ته ولاړ او له دواړو لورو سره یې ګډه ناسته جوړه کړه.

هیئت د دواړو لورو سندونه ملاحظه کړل او مشخصه شوه چې د هغو د حدودو په تطبیق کې یو لړ ستونزې شتون لري او پریکړه وشوه چې په دې اړه لا زیاتې څېړنې صورت ومومي.  هیئت د مرکز زاول کلي ته هم ولاړ او پر یوې ټوټې ځمکې د دوو اشخاصو دعوا چې یو لوری هغه امارتي او په اجاره ورکړل شوې او بل لوری هغه شخصي بولي، بررسي کړه.

هیئت د ساحې حدودات له سندونو سره سم تعیین کړل او دواړو لورو ته لارښوونه وشوه ترڅو له تصرفاتو څخه ډډه وکړي او د تخنیکي هیئت راتلونکې غونډې ته حاضر شي. تخنیکي هیئت د برمل ولسوالۍ له سرحدې ساحې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS