د پکتیکا ولایت له مدافع وکیلانو سره د همغږي ناسته جوړیدل
د پکتیکا ولایت له مدافع وکیلانو سره د همغږۍ ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د عدليې رئیس مولوی حیات الله آمین په مشرۍ او د یاد ولایت د استیناف محکمې د رئيس او د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ استازو، د زندانونو د چارو د سمون آمر، مدافع وکیلانو او د عدليې ریاست د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د عدليې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل چې د عدلیې وزارت د مقام د لیکل شوي لارښوونې پر اساس، د مدافع وکیلانو د چارو څارنې مسؤلیت عدليې ریاست ته سپارل شوی او موږ د هغوی له چارو څخه د څارنې ترڅنګ دا خپل مسؤلیت ګڼو چې د هغوی ستونزو ته رسیدګي وکړو او د هغوی حقوق لکه څرنګه چې د هغوی حق دی اداء کړو او هغه کارونو چې د شریعت او د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې سره خلاف وې، منع کړو.
نوموړي د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې د حکمونو په عملي کولو ټینګار وکړ او د هغې په عملي کولو کې له عدليې ریاست سره د اړوندو ادارو همکارۍ لازمې او اړینې وبللې.
وروسته د نورو مدافع وکیلانو په استازیتوب یو تن خبرې وکړې او د ناستې له جوړیدلو څخه یې خوښي څرګنده کړه. دغه راز نوموړي هغه ستونزې چې د ولسوالیو په ابتداییه محکمو او امنیتي ارګانونو کې مدافع وکیلان ورسره مخ دي، بیان کړې.
په دغې ناسته کې، د پکتيکا ولایت د استیناف محکمې رئیس او د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ استازو د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د عدليې رئیس ته یې ډاډ ورکړ چې موضوع د خپلو اړوندو ادارو سره شریکوي او هغه خنډونه به، چې د مدافع وکیلانو د کار خنډ ګرځي، له منځه یوسي.
