د پکتیا ولایت په زندان کې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۵:۳۵
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمریت، د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په زندان کې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په یاده برنامه کې، د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمر مولوي امین الله او د یاد ریاست د عامه پوهاوي مدیر ګډون کړي وو او دغه زندان کې ۲۰۴ تنو محبوسینو ته یې حقوقي پوهاوی وړاندې کړ.

یاد شوي هیئت لومړی د دغه زندان له مسوولینو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د بې وزلو زندانیانو نوملړ ترتیب کړي او د دغه ولایت د استیناف محکمې له ریاست سره یې شریک کړي ترڅو د هغوی له لوري له عدلیې ریاست سره شریک شي او هغوی له پاره وړیا مدافع وکیل وټاکل شي

وروسته یاد شوي هیئت په دغه زندان کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه ترسره کړه او د یاد زندان محبوسینو ته یې د دفاع وکالت د تعریف، د وکالت ډولونو او په حقوقي او جزائي قضیو کې د مدافع وکیل د تعیین په اړه پوهاوی ورکړ.

د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د عدليې ریاست له تل پاتې همکاریو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دغه راز برنامو د جوړیدلو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS