د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۴:۳۹
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې شیخان او رباط ساحه کې د خلکو تصرف لاندې د مدعی بها ځمکې کروکي واخیستل شي او د هغوی عریضو ته د رسیدګۍ له پاره منظم پلان جوړ شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د مکاوي او سلیمانزیو په ساحو کې املاکي څېړنې ترسره شي.

یاد شوي هیئت د شیخان او خواجه حسن قومونو له استازو سره وکتل او هغوی ته یې د هیئت مسوولیتونو او د امارتي شکمنو ځمکو له تصرف څخه د مخنیوي  په اړه معلومات ورکړل. په همدې توګه هیئت د هغوی معلومات او ستونزې واوریدلې او پر ځمکو يې د املاکي څېړنو بهیر هغوی له پاره تشریح کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS