د پکتیا ولایت د اصلاح له مرکز څخه د یاد ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو د آمر لیدنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۱:۴۸
.

د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمر مولوي امین الله د یاد ریاست له حقوقي مرستندوی او د عامه پوهاوي له مدیر سره، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د اصلاح له مرکز څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت لومړی د دغه ولایت د اصلاح مرکز له مسوولینو سره وکتل او په دغه مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو د دوسیو د پړاوونو تېرولو په اړه  یې بحث او خبرې وکړې. یاد شوي هیئت د دغه مرکز مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت په یاد مرکز کې د حجز لاندې ماشومانو د دوسیو پر مخ وړلو او په همدې توګه هغوی ته د حقوقي پوهاوي ورکوونې په برخه کې له هغوی سره د هراز کمک او همکارۍ ته تیار دي.

وروسته یاد شوي هيئت په دغه مرکز کې تر حجز لاندې ماشومانو سره وکتل او هغوی ستونزې یې له نږدې واوریدلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS