د پنجشیر او کاپیسا عدلیې ریاستونو کارکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۱۰
.

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د پنجشیر او کاپیسا ولایتونو د عدلیې ریاستونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د محرم الحرام ۲۳ مه نېټه د شنبې په ورځ، د پنجشیر ولایت د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د کارکوونکود چارو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې به دوام ولري، د کاپیسا او پنجشير  ولایتونو د عدلیې ریاست ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکو ته د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
Background image

په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو په تېر یوه کال کې له اړمنو سره څه دپاسه یو میلیارد افغانۍ مرستې کړې دي

 د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو د ۱۴۰۳ هـجري لمریز کال په ترڅ کې د اړوندو ادارو په همغږۍ د هېواد په کچه اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره څه‌باندې ۱ميليارد او ۱۱۰ميليونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د رياست نوی رئيس معرفي شو

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو رئيس، محترم مفتي رحمت الله حليم د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رياست  نوی رئيس چې د عدلیې وزارت د وړاندیز او د رياست الوزرا د عالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د دغه ولایت د څمکنۍ. . .

BACK TO NEWS