د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۰:۱۹
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ  د دغه ولایت بګرام ولسوالۍ ته سفر وکړ.

یاد شوي هیئت د یاد سفر په ترڅ کې ۱۰۸ جریبه ځمکه چې د یو شخص لخوا په غیرقانوني ډول په اجاره ورکړل شوې وه بررسي کړه او د هغې له اجاره دار سره خبرې وکړې ترڅو ځمکه د کرنې له ریاست څخه په اجاره واخلي.

په همدې توګه یاد هیئت له یو بل شخص څخه سندونه وغوښتل او نوموړي اړوند سندونه هیئت ته وسپارل. هیئت له یو بل شخص څخه هم سندونه وغوښتل او تر دعوا لاندې ځمکه یې سکیچ او کروکي کړه. د خم کلان ساحه هم د هيئت لخوا بررسي شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS