د هیواد په جنوب کې د مرګونې زلزلې په اړوند د عدلیې د وزیر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ډاډګیرنې پیغام

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۱:۴۹

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ

په ژورې خواشینۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هغې سختې زلزلې په پایله کې چې د پکتیکا، خوست او پکتیا په ولایتونو کې وشوه، زموږ په سلګونو تنه هیوادوال شهیدان او په سلګونو تنه نور ټپیان شوي او دغې دردونکې پیښې زیات مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د عدلیې وزارت مشرتابه او ټول کارکوونکي د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ او غمشریکۍ د څرګندولو په ترڅ کې د لوی خدای (جل جلاله) له دربار څخه د دغې پیښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلي روغتیا هیله کوي.

د عدلیې وزارت مشرتابه دغه راز له ټولو مرستندویو بنسټونو او مؤسسواو نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د زیانمن شویو کسانو د ژغورنې او مرستې له پاره له هیڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رياست د درېیمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د. . .

BACK TO NEWS