د هلمند ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۴:۵۴
.

د هلمند ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د شوال میاشت په ۲۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس الحاج مولوي محمد محمدي په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رئیس د موضوع په اړه خبرې وکړې او د یاد ریاست کارکوونکو ته يې توصیه وکړه چې د خپلو دندو ترسره کولو کې له صداقت او اخلاص څخه کار واخلئ ترڅو د قیامت په ورځ له عذاب څخه په امان کې و اوسي. دغه راز نوموړي هغوی ته لارښوونه وکړه چې په تعیین شوي وخت خپلو دندو ته حاضر اوسئ او خپلو زورېدلو خلکو ته خدمت وکړئ.

د عدليې رئیس د دوسیو د بررسۍ په برخه کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې موضوعات په اصولي ډول بررسي کړي او راتلونکو اجراآتو له پاره یې اړوندو محکمو ته راجع کړي. دغه راز نوموړي د چارو د ښه والي او پرمختګ په منظور د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS