د هرات عدليې رياست کارمندانو لپاره زده کړه ييزه برنامه جوړېدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۹:۳۷
.

د عدليې وزارت د بشري سرچينو رياست د هرات ولایت د عدلیې رياست کارمندانو ته د «امارت د قضاياو مسلکي او ادارې زده کړې» تر سرليک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ييزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د شعبان د میاشتې په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د هرات ولایت د عدلیې رئیس مولوی یار محمد خادمي، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمد ضیا خبیب، ښوونکو او نورو مسؤولینو حضور درلود.

د هرات ولایت د عدلیې رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې، د عدليې رياست کارکوونکو ته د دا ډول سيمنارونو جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او راتلونکې کې هم د ورته برنامو جوړولو غوښتنه یې وکړه.

له بلې خوا د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر هم په دې برنامه کې د زده کړه ییزو برنامو د اغیزمنتوب، ګټورتوب او اهمیت په تړاو خبرې وکړې. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دغې برنامې زده کړې په دوامداره توګه تعقیب کړي او د برنامې له پای څخه وروسته، په خپلو کاري چارو کې ورځني ګټه پورته کړي.

په دې زده کړه ییزې برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د هرات ولایت د عدلیې ریاست ۲۷ تنو مسلکي کارمندانو لپاره د ځمکو له غصب سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون، دعوا او د هغې ډولونو، اداري مرسلاتو او پلان جوړونې په هکله به لازمې زده کړې وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS