د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۲۲
.

 د نیمروز د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې پ ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د نیمروز د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام،  له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د دارالوکالو، عريضه ليکونکو، معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو څخه پر نظارت کولو ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې دنده وسپارله چې هره اوونۍ له دغو برخو څخه نظارت ترسره کړي.
دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست، نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
Background image

د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS