د نیمروز د عدلیې له ریاست څخه د عدلیې وزارت د پلاوي کتنه

waheed
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۲:۵۵
.

د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د کتنو او څارنې په لړ کې، د عدلیې وزارت د مالي او اداري رئیس مفتي فضل هادي ( صاحب زاده) په مشرۍ او د دې وزارت  نورو ریاستونو د رئیسانو او استازو په غړیتوب یوه پلاوي د چهارشنبې په ورځ،د وري د میاشتې په ۱۰ ڼېټه نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

دغه پلاوي، د دې ولایت د عدلیې ریاست له بېلابېلې برخې و ارزولې او د دې ریاست د کارکوونکو د مسلکي او اداري کړنو څرنګوالی یې له نږدې وکوت.

دغه پلاوي دغه راز د نیمروز د عدلیې ریاست ستونزې و څېړلې او د هغو د حل کولو په برخه کې یې مسوولانو ته لازمې لارښوونې وکړې تر څو خلکو ته د دې ریاست د خدمتونو د وړاندې کولو اغېزمنتوب زیات شي.

720

دغه پلاوي دغه راز د نیمروز له والي مولوي نجیب الله رافع سره وکتل او د سیمه ییزو ادارو د همغږۍ په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او شته ستونزې یې هم له هغه سره شریکې کړې.

د نیمروز والي هم د عدلیې وزارت پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د عدلیې ریاست ستونزو د حل کولو په برخه کې به لازم اقدامات تر سره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS