د نورستان ولایت د استیناف محکمې او د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل
د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنيکي هيئت د روژې مياشتې په ۱۴ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې چې د یاد تخنيکي هيئت او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوه، د ځمکو د غصب مخنيوي تخنيکي هيئت د امارت د قضایاو آمر او د دغه آمریت مسلکي غړو او د پکتیا ولایت د استیناف محکمې نورو مسؤولینو هم حضور درلود.
په دې کتنه کې، تخنيکي پلاوي، د ياد هيئت د دندو او د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د نورستان ولایت د استیناف محکمې رئیس د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت لاسته راوړنې وستايلې او لا زياتو همکاریو ژمنه یې وکړه.