د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس په ښیوې ولسوالۍ کې د امارتي ملکیتونو له غصب څخه د مخنیوي په اړه ټينګار وکړ

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۳:۹
1

د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس مولوي فاتح الله فاتح د يو ګډ پلاوي په ملتيا  د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه ښیوې ولسوالۍ  ته ولاړ، له خلکو او ځايي مشرانو سره د کتنې تر څنګ یې د حقوقو مدیریت له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. هغه په دې سفر کې ټینګار وکړ چې هیڅوک او هيڅ مرجع نشي کولای چې د اسلامي امارت ملکیتونه په غیر قانوني توګه تصرف او غصب کړي.

1

ښاغلي فاتح په دغې ولسوالۍ کې په خپله وینا کې وویل چې د حقوقو مدیریت کارکونکي باید د خلکو کارونو ته ژر تر ژره د اسلامي امارت د اصولو  په پام کې نیولو سره رسيدګي وکړي او هیڅوک نباید له خنډ او ستونزو سره مخ شي.

هغه د امارت له هغو ځمکو څخه هم لیدنه وکړه چې پخوا د قومونو لخوا په غیر قانوني توګه غصب  شوې وې او خلکو ته یې په خطاب سره وویل چې هيڅوک او هیڅ مرجع نشي کولای چې امارتي ملکیتونه په غیر قانوني توګه تصرف او غصب کړي.

..

او همدرانګه د ښیوې ولسوالۍ د ولسونو څخه يې مننه وکړه، چې د اسلامي امارت  تر څنګ ولاړ او اصولو ته یې تابع دي. د یادې ولسوالۍ مشرانو او خلکو هم د عدلیې رئیس له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د عدلیې له رئیس مولوي فاتح الله فاتح سره یې تعهد وکړ چې د امارت ملکیتونه به امارت ته تسلیم کړي او په راتلونکي کې به هم هیڅ شخص ته اجازه ورنکړي چې د امارت ملکیتونه غصب کړي.

د عدلیې رئیس وویل چې اسلامي امارت  به د ولسونو ویناو ته احترام کوي او ډاډ یې ورکړ، چې په قانوني مواردو کې به دهغوی ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS