د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۴۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادي‌الآخرې د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عدلیې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي په مشرۍ او د ياد رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې مولوي محمد رئیس محمدي د اسلامي نظام پر اهمیت او د هغه د ساتنې په اړه خبري وکړي او ټينګار یې وکړ چې د اصولو او قوانینو په رعایتولو او په مسئولانه او صادقانه توګه د سپارل شویو دندو په ترسره کولو کې، اسلامي نظام ته ژمنتیا نغښتې ده.

همدارنګه په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او  یو شمېر نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۳۷ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

 د عدلیې وزارت په تېرو دوو میاشتو کې په مرکز کې د ۸۰ برنامو په جوړولو سره ۳۷ زره او ۷۲۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

دا برنامې د دغه وزارت د حقوقي مرستو ریاست د مسلکي غړو له لور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې عریضه لیکونکو ته ۱۱۶ نوي او تمدیدي جوازونه وېشلي دي

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو  په اوږدو کې په مرکز کې ۲۴ عریضه لیکونکو ته نوي جوازونه وېشلي او د ۹۲ نورو عریضه لیکونکو د فعالیت جوازونه یې تمدید کړي دي.

همدارنګه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

د پکتیا د عدلیې رئیس د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه ليدنه وکړه

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهورخان وفادار د جمادي الآخرې د میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د اطفالو د اصلاح او تربیې له مرکز څخه چې په دې وروستیو کې عدلیې ریاست ته لېږدول. . .

BACK TO NEWS