د ننګرهار ولایت د استیناف محکمې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۲۷
.

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۴مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې رئیس مولوي عبدالشکور رشاد اخندزاده سره وکتل.

په دې کتنه کې د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت رئیس مولوي محمد ولي محسن د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغه هیئت فعالیتونه او لاسته راوړنې یې د استیناف محکمې له ریاست سره شریکې کړې.

په ورته مهال، د استیناف محکمې رئیس د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د ورته ناستو په جوړویدو ټینګار وکړ او د لا زیاتو همکاريو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS