په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سېشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د لیلیو مسؤولینو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي. همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د جایداد مالک پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
د پروان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.
