د ننګرهار زون د ابتدائيه نظامي محکمې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۴
.

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې د مياشتې په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ، د ننګرهار زون د ابتدائيه نظامي محکمې له رئیس مولوي جليل احمد هلال سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې کتنه کې د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت رئیس مولوي محمد ولي محسن د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د صلاحيتونو او اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغه هیئت فعالیتونه او لاسته راوړنې یې د يادې محکمې له ریاست سره شریکې کړې.
په ورته مهال، د ننګرهار زون د ابتدائيه نظامي محکمې رئيس د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د ورته ناستو په جوړویدو ټینګار وکړ او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت سره یې د لا زیاتو همکاريو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS