د میدان وردک ولایت په عدليې ریاست کې اداري ناسته جوړه شوه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۱:۵۲
..

د میدان وردک ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د عدليې رییس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د دغه ریاست امرینو او کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپلو کارونو او مسوولیتونو ته متوجې اوسي او له مراجعینو سره ښه رویه ولري. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې د ادارې وسایل او امکانات چې د بیت المال برخه ده او د امانت په توګه د هغوی په واک کې ورکړل شوي دي په سمه توګه وکاروي او له هغو څخه په شخصي چارو کې استفاده و نه کړي.

1

دغه راز د عدليې رییس د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې لیکوونو او مراسلاتو کې له بشپړ دقت څخه کار واخلي او د چارو ترسره کولو کې اصول مراعات او د الله (جل جلاله)، د رسول الله (صل الله علیه وسلم) او له امراو څخه اطاعت وکړي. دغه راز نوموړي د دیاد ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې حاضري ته پابنده اوسي او په ټاکل شوي وخت کې خپلو دندو ته حاضر اوسي.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو امر مولوي محمد امین عمري چې د دعوت او ارشاد مسوولیتونه هم پر غاړه لري، د اسلامي نظامن د اهمیت،  د الله (جل جلاله) او د رسول الله (صل الله علیه وسلم) له اوامرو څخه د اطاعت، له ګناهونو څخه پرهیز، د پیغمبرانو د بعثت موخه او اسلام کې د خلافت د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د یاد ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د تل په څېر د دعوت او ارشاد ریاست په برنامو کې برخه واخلي او له هغو څخه پوره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS