د میدان وردک ولایت له نرخ او حصه اول بهسود ولسوالیو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۱:۳۲
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت تېره اوونۍ د یاد ولایت نرخ او حصه اول بهسود ولسوالیو ته ولاړ او دغو ولسوالیو کې د سلګونو جریبو ځمکو د بررسۍ په برخه کې اجراآت ترسره کړل.

یاد هیئت، د نرخ ولسوالۍ په څین زائي کلي کې د یوې دوسیې اړوند ۱۲۰۱.۹۸ جریبه مدعی بها ځمکه بررسي کړه او د قضيې لورو ته استعلامونه وویشل. په همدې توګه دغه هیئت د نرخ ولسوالۍ ده خورکي، اخچي او عمرخیل دښتې بررسي کړې او د قضيې دواړو لورو ته استعلامونه وویشل. په یادې ځمکې کې ۸۶۶.۹۹۳۶ جریبه ځمکه شامله ده او هیئت هر ډول تصرفات په کې منع کړل.

تخنیکي هیئت د حصه اول بهسود ولسوالۍ ته ولاړ او د یادې ولسوالۍ د یرد دښتې ساحه بررسي کړه. یاده دښته کې دوه ټوټې ځمکې د ۶۰۹.۶۲ جریبه او ۷۱۶.۱۰۶۹ جریبه مساحت سره شاملې دي او هر راز تصرفات په کې منع شول.

په همدې حال کې د ذوالحجې میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه او یو شمېر عریضې او دوسیې په کې بررسي شوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.

یاد هیئت د سیدآباد ولسوالۍ شش قلعه، خارلوړه، عبدالمحی الدین، خارشش قلعه او لوړه آدم خیل کلي بررسي کړل او پریکړه وکړه چې هغو اشخاصو ته چې ځمکې کرنېزې تثبیت شوي او د هیئت له لوري هغوی ته اجازه ورکړل شوې، د امنیې قوماندانۍ له لوري د اجازې لیک ورکړل شي او هغو ساحو کې چې ځمکې امارتي او لاس نه خوړل شوي تثبیت شوي له مالکانه تصرف څخه په کې مخنیوی وشي.

په نرخ ولسوالۍ کې د یو شخص دوسیې په اړه پریکړه وشوه چې دغه دوسیه د عامه مرعی او خاصې مرعی ځمکو د تشخیص په منظور، اړوندو مراجعو ته واستول شي.

د بهسود ولسوالۍ د بررسي شوو ځمکو په اړه هم پریکړه وشوه چې د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ په دغې ساحه کې له تصرفاتو څخه مخنیوی وکړي او د مالکیت مدعی اشخاص سره خپلو سندونو هیئت ته مراجعه وکړي. له ځینو ساحو څخه د موظف هیئت د لیدنې په اړه هم لازم تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS