د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۱:۲۱
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د ځینو ساحو د بررسۍ په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې د سید آباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې په ساحه کې د میدان وردک د لوړو زده کړو د موسسې ملکیت له نږدې بررسي شي او دغه راز پریکړه وشوه چې د هغو ساحو متصرفین چې شمېر یې له ۵۰ تنو څخه لږ وي، د استعلام ورکولو په موخه هیئت ته جلب شي او د هغو ساحو متصرفین چې شمېر یې له ۵۰ تنو څخه زیات وي، هیئت ساحې ته ولاړ شي او هغوی ته استعلام ورکړي.

په دغې ناسته کې، د مرکز په داودخان مېنې ساحه کې د ښاروالۍ پر وړاندې د یو شخص د دعوا دوسیه چې د محکمې لخوا دغه هیئت ته راجع شوې وه، بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت په جدي توګه موضوع بررسي کړي. یاد هیئت ۸ ټوکه نورې دوسیې هم بررسي کړې او دغو برخو کې یې لازم تصمیمونه ونیول او دغه راز د یوې قبالې د ثبت محفوظ په برخه کې محکمې ته د استعلام ویشلو په اړه یې هم پریکړه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۳۲
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خوست ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د لوګر ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

BACK TO NEWS