د میدان وردک ولایت دایمیرداد ولسوالۍ ته د دغه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۹:۴۰
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت په تېرې اوونۍ کې د قطب دښتې بررسۍ په منظور د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالۍ ته ولاړ او یاده دښته يې بررسي کړه.

یاد شوي هیئت له سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او ورپسې قطب دښتې ته ولاړ او د هغې موقعیت، مساحت، حدود او کروکي يې مشخصې کړې.

یاده دښته کې ۵۰۵۹۱.۱۱ جریبه ځمکه شامله ده، چې په ټوله کې لاسه نه خوړل شوې او شاړه ده او یوازې په ځینو برخو کې للمي کښتونه شوي دي.

دغه هیئت په ساحه کې هر ډول مالکانه تصرف منع کړ او له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې وغوښتل که څوک په یادې ځمکه د مالکیت ادعا لري، نوموړی د هيئت سکرتریت ته راجع کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS